ارزګان کې پسته د کوکنارو ښه بدیل

اطلاعات روز: ارزګان کې چې تازه د پستې باغونه ثمر ته رسیدلي کروندګر یې وایي، په دې ولایت کې پسته د کوکنارو یو ښه بدیل کیدلی شي.

د ارزګان په مرکز ترینګوټ کې د شپږسوه باغونو له جملې څخه یو یې د تالاني نوم سیمه کې د پستې باغ دی درې سوه ونې لري او تازه حاصل ته رسیدلی دی.

عصمت الله او ولي محمد چي په ترینکوټ کي د پستې باغونه لري وایي دا د کوکنارو د کښت یوه ښه بدیل دی او دوی ورته زیاتې هیلې لري.

عصمت الله وایي، تر درې کلن انتظار ورسته یې حاصل ته په تمه دی او د کوکنارو د کښت په پرتله یې دوه چنده قیمت لوړ دی.

دی زیاتوي دیاد بوټي روزنه خورا اسانه ده، لږې اوبه غواړي خو حاصل یې خورا اقتصادي تمامیږي.

کروندګر وایي، د دغه بوټي روزنه اسانه او ګټه یې ډیره ده

نموړي وویل:«د پستې خو ډير ښه حاصل دی مخکې په ارزګان ولايت کې دغه ډول باغونه نه وو په راتلوونکي کې زه کوښښ کوم چې خپل دغه باغ پراخه کړم.»

ولي محمد هم د پستې باغ لري دی وایي:«دا باغ موږ ته د کرنې رياست له لوري څلور کاله مخکې کيښودل شو ډير ښه کښت دی ډير ښه حاصلات ورکوي تاریاک یوه ناوړه پدیده ده او پسته یې پر ځای یو ښه بدیل دی.»

دغه راز ارزګان کې دکرنې رواجولو او پراختیا عمومي مدیر قدر ت الله حمیدي وایي، د پستې دغه باغونه د MC  موسېسې په مالي او د زراعت ریاست په تخنیکي مرسته د ارزګان په مرکز ترینکوټ او چوره ولسوالۍ کي څلور کاله مخکې  جوړ شوي چې سږ کال ثمر ته رسیدلي دي.

هغه وايي:«د ارزګان په ولايت کې د ۱۳۹۷ کال څخه مخکې چې کوم د پستې باغونه کښینول شوي دي دا د تارياکو د بديل يوه مهمه برخه ده چې څه اندازه د UNHCP موسېسې او څه اندازه د MC لخوا تطبيق شوي دي.»

ارزګان کې د پستې باغونه څلور کاله مخکې ایښودل شوي وو اوس ثمر ته رسیدلي چې باغوانان یې خوښ دي

انجینیر محمد نسیم شفق چې دیادو باغونو د جوړولو برخه کي یې په سلګونه کروندګرو او باغ لرونکو ته زدکړې ورکړي وایي د خلګو لیوالتیا د پستې د بوټو ايښودلو ته په لومړیو کي خورا کمه وه او چا زړه نه ښه کوه چي یاد بوټی په ځمکو کې کښینوي خو وایي اوس چي یې ګټه لیدلې ډیری کروندګرو د پستې باغ جوړونې ته مخه کړې ده.

شفق وایي دغه برخه کې دوی په سلګونه کروندګرو او باغ لرونکو ته زده کړې ورکړي او هغوی ته یې دا ور ښودلې چي څه ډول د یاد بوټي روزنه وکړي تر څو ښه حاصل ترې واخلي.

نوموړي وويل:«په ۶ سوه جريبه کې موږ د کوکنارو د بديل لپاره دغه د پستې باغونه جوړ کړل خلک ډير ورسره نابلده و موږ مختلفو برخو کې روزنه ورکوله اول ځلي مو خلکو ته وويل چې دا د غره بوټی دی وروسته خلک ورسره بلد شول او خپله به یې دانې کښت کولې.»

پسته چې تازه يې کرنه په ارزګان ولايت کې رواج شوې ځمکه لرونکي يې د حاصلاتو په اخيستلو خوښ دي.

ارزګان د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چي کروندګر یې تر ډیره پر خپلو ځمکو کوکنار کري او اقتصادي ژوند ته د ستنیدو لار یې بولي.