اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د دې ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې درې میرمنې د لامبو پرمهال اوبو ډوبې کړي چې دوه یې ژغورل شوي او یوې ساه ورکړې ده.
په دې ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس حافظ راشد وايي، چې دغه پيښه تيره ورځ (یکشنبه، ۲ د زمري) د ګرشک ولسوالۍ په «سربند» سیمه کې رامنځته شوې ده.
نموړی زیاتوي، له دغې میرمنو له ډلې دوې د کندهار څخه میلمنې راغلې وې او یوه یې کوربنه وه چې میلمنې ژغورل شوي او کوربنې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ده په خبره یادې درې واړه میرمنې د سربند سیمې ته د لامبو وهلو لپاره تللې وې او هلته اوبو ډوبې کړې دي.
د یادونې وړ ده چي څو ورځې وړاندې هم یو مسافر د وردګو ولایت سنګین ولسوالۍ د نهرسراج وېالې کې د ډوبیدو له امله ژوند له لاسه ورکړی و.