زابل کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کیدو له امله څلور تنه مړه او ۴۸ نور ټيیان دي

اطلاعات روز: زابل کې د سیلابونو راوتو له امله د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کیدو په پیښه کې لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي او ۴۸ نور ټپيان دي.

زابل ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل، تېر شپه (دوشنبه، ۳ د زمري) شاوخوا ۰۹:۰۰ بجې د شهر صفا ولسوالۍ د «فولادګي» په  سیمه کې يو مسافر وړونکی بس چپه شوی دی.

نوموړی زیاتوي، په دې پېښه کې لږ تر لږه  درې ښځې او یو نارینه مړه شوي او ۴۸ تنه نور ټپیان دي.

د ده په خبره په ټيیانو کې ماشومان هم شامل دي.

حکیمي زیاته کړه، د عامې روغتيا صحي ټيمونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او هلته يې ټول مسافر ژغورلي دي.

دغه پیښه د ۴۰۴ مسافر وړونکي بس د چپه کیدو له امله رامنځته شوې ده.

په همدې حال کې د پېښې له ځایه يو تن اطلاعات روز ته وويل، چې دغه پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې موټر چلونکي پر خپل سر موټر د سېلاب په اوبو ور ګډ کړی دی.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په غزني ولايت کې د يو موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله ورته پېښه رامنځته شوې وه او پکې يو شمېر مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په افغانستان کې د لارو خرابوالی، د ترافيکي قوانينو نه مراعاتول او د موټر چلوونکو بې احتياطي يو له هغو لاملونو څخه دي چې ډېر کله لوي او وړې ترافيکي پېښې له همدې امله رامنځته کېږي.