طالبان: ننګرهار کې مو د عملیاتو پرمهال اووه داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبان د استخباراتو مسوولین ادعا کوي چې ځواکونو یې د عملیاتو پرمهال اووه داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د استخباراتو رییس ډاکټر بشیر نن (سې‌شنبه، ۴ د زمري) په یو ویډیوي کلیپ کې ویلي، چې ځواکونو یې تیره شپه د جلال اباد ښار د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې پر یوه کور شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۳ داعش وسله وال وژل شوي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړی وایي، یاد وسله وال په یو کور کې ځای پر ځای شوي وو، چې دعملیاتو پرمهال یې له طالب امنیتي ځواکونو سره وسله واله نښته هم کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د یادو عملیاتو پرمهال طالب ځواکونو د میرمنو او ماشومانو په ګډون۱۶ تنه چې بهرني اتباع هم په کې شامل دي ژوندي نیولي دي.

ډاکتر بشیر زیاته کړې چې طالب ځواکونو د دې عملیاتو پرمهال له یادو کسانو يو موټر بم، درې رکشې، يو زرنج موټر سايکل، ۶ میله کلاشینکوف، څلور میله تفنګچې، چسپکي ماينونه او نور ګڼ شمیر چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.