هلمند کې ناپیژانده کسانو يو سپین ږیری په مرموز ډول وژلی

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو  سيمه ييز مسوولين خبر ورکوي چې د دغه ولايت په باباجي ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو يو سپین ږیری په مرموز ډول وژلی دی.

د هلمند ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس حافظ راشد په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې دغه کس د صلاح الدين اغا په نوم یاد کړی او ویلي یې دي چې نموړی تېره ورځ (دوشنبه، ۳ د زمري) باباجي ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو  وژلی دی.

راشد زیاتوي، وژل شوی کس اصلي د هلمند د بشران ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د څه مودې راهیسې یې باباجي ولسوالۍ کې ژوند کوه.

د ده په خبره، د وژل شوي کس په تور يې څوک نه دي نيولي خو د پيښې پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستيو کې په هلمند کې د عامو خلکو وژنه زياته شوې ده.