د پکتیا په روحاني بابا ولسوالۍ کې یوه ماشومه په مرموز ډول وژل شوې

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په روحاني بابا ولسوالۍ  کې یوه شپږ کلنه نجلۍ د نامعلومو کسانو لخوا تر تښتونې وروسته په مرموز ډول وژل شوې ده.

دغه شږ کلنه نجلۍ د خپل کور له مخې څخه په بې هوښه حالت کې وړل شوې او وروسته یې جسد په یو پخواني نړیدلي کور کې موندل شوی دی.

د دغې ماشومې پلار محمد جنت وايي، لور یې د تېر لوی اختر څخه یوه ورځ وروسته تښتول شوې وه، چې تېره ورځ (سې‌شنبه،۴ د زمري) یې جسد په لاس ورغلی دی.

د هغه په خبره دغه ماشومه په بې رحمانه ډول په ډبرو ویشتل شوې او وروسته یې ساه ورکړې ده، هغه همدا راز وایي، چې دوی له کوم چا سره شخصي ستونزه نه لري، خو اوس د طالبانو له امنیتي مسوولینو په دغه پېښه کې ښکېلو کسانو ته د سزا غوښتنه کوي.

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولینو هم پېښه تایید کړې او په کې د لاس لرلو په تور یې د درې کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

په مرموز ډول وژنې، د انسان تښتونو او نورو دې ته ورته پېښو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي دي، د سویل ختیځ زون اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کوي، چې د دغو پېښو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.