هلمند کې يوه پلار خپل ماشوم زوی په وهلو ډبولو وژلی

اطلاعات روز: هلمند ولايت کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين خبر ورکوي چې د دغه ولايت په خانشين ولسوالۍ کې يو پلار خپل شپږ کلن زوی په بې رحمانه ډول وژلی دی.

د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، چې دغه پيښه تيره ورځ (سې‌شنبه ۴، د زمري) د خانشین ولسوالۍ په «قلعه نو» سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وايي د بلال احمد په نوم دغه ماشوم هغه مهال ساه ورکړې کله چې یې د پلار لخوا په بې رحمانه ډول وهل شوی دی.

هلمندی زیاتوي، چې د صديق الله په نوم قاتل د خپل زوی بلال احمد ترڅنګ خپل نور اولادونه هم وخت ناوخت په بي رحمانه ډول وهل ډبول چې یو بل زوی یې تر دې وړاندې هم وژلی دی.

هغه وايي، دغه کس د دوی لخوا نيول شوی او د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوی دی.

د یو بل خبر له مخې د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ یوې کوچنۍ نجلۍ اوبو کې تر لویدلو وروسته ساه ورکړې.

ځایي طالب چارواکي وایي، پنځه کلنه عالیه د خپلې کورنۍ د نه پاملرنې له امله د اوبو په یوې ویاله کې مړه شوې ده.

په افغانستان کې ډير خلک د خپلو ماشومانو پالنې او روزنې ته په سمه توګه پام نه کوي چې وروسته پلرونه هڅه کوي چې په هلو ټکولو يې سم کړي.