انځور: ټولنیزې رسنۍ

د تاشکند ناسته؛ «طالبان دې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي»

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ چې د تاشکند په ناسته کې یې ګډون کړی، وايي چې د غونډې ټولو ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي او «دا بې دلیله بندیز باید پای ته ورسیږي».

نوموړي نن سهار (چهارشنبه، ۵ د زمري) په خپلو ټوېټري پیغامونو کې لیکلي چې د تاشکند په ناسته کې د نظرونو توپیر موجود و؛ خو په ځینو برخو کې سره یو نظر و.

وېسټ زیاته کړه چې د دې ناستې ټول ګډون وال په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحران د دوام په اړه اندیښمن وو.

د امريکا ځانګړي استازي ویلي، چې امريکا له افغانستان سره د نړۍ يو له مهمو بشري مرسته کوونکو هېوادونو څخه دی او له نړيوالو مالي بنسټونو په مرسته به د روغتيا، پوهنې، تغذيې او د افغانانو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو په برخه کې خپلو همکاريو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه ویلي، دا د سیمې او نړۍ په ګټه ده چې د افغانستان پر اقتصادي ثبات تمرکز وکړي.

د وېسټ په وینا، د تاشکند په ناسته کې ډېری ګډونوالو د خبريالانو او ښځو پر وړاندې د بنديزونو ترڅنګ د بشري حقونو د سرغړونو په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړې.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې، چې په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان د ګاونډیانو پر وړاندې له څو «ترهګریزو بریدونو» وروسته، ځینو ګډونوالو د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې د طالبانو هڅې وستایلې او په عین حال کې یې په افغانستان کې د القاعدې، تحریک طالبان پاکستان او نورو «ترهګرو» د حضور په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

هغه ویلي دي، چې له يو شمېر استازو سره يو ځاى شوى خو د یوه داسې سیاسي حرکت پر نشتون یې خواشیني څرګنده کړې چې د افغانستان ټول خلک پکې راټول شي.

ویسټ ټینګار کړی دی چې هیڅ بهرنی هیواد باید رهبران یا یو حرکت پر افغانانو تحمیل نه کړي، «خو د امریکا متحده ایالات چمتو دی چې د خپلو شریکانو سره یوځای د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د ملاتړ ترڅنګ د دوی د اولادونو د روښانه راتلوونکۍ پخاطر یو ځای شي».

هغه زیاته کړې چې د امریکا د مرکزي ادارې یو لوړ پوړی پلاوی به له طالبانو او افغان تکنوکراتانو سره په تعامل د لوی اقتصادي ثبات په مسلو خبرو ته دوام ورکړي.