ارزګان کې یو باربري موټر سیلاب وړی؛ درې تنه پکې مړه شوي

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي خبر ورکوي چې د دې ولایت په ګيزاب ولسوالۍ کې یو باربري موټر سیلاب وړی؛ درې تنه پکې مړه شوي او دوه نور تپیان دي.

ګيزاب ولسوالۍ کې د طالبانو ولسوال علي مرجان ذاکر وايي، چې د ګيزاب ولسوالۍ په «سنجد دره» سيمه کې تېره شپه (چهارشنبه، ۵ د زمري) ۰۲:۰۰ بجې يو غټ موټر چې خوراکي او غيرې خوراکي توکي پکې بار وو سیلاب وړی دی.

هغه زیاتوي، یاد موټر د بار سره سیلاب وړی، درې تنه پکې مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د ده په خبره، په دغه ولسوالۍ کې د سیلاب له امله د خلکو کورونه او باغونه هم ویجاړ شوي دي.

ورته مهال د ترينکوټ ښار څخه هم په رارسيدولو راپورونو کې راغلي چې تېره شپه د دغه ښار په بېلابېلو سيمو کې د راوتلو سيلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

په دغه ښار کې سرچینې وایي، د سيمي خلک عاجلو مرستو ته اړتيا لري او دا مهال تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې يوې اوونۍ راهیسې په ارزګان او د هیواد په نورو ولایتونو کې د سيلابونو راوتو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.