سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

اطلاعات روز: کندهار کې ځايي سرچينې وایي، د دې ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ملیشو ترمنځ نښته شوې ده.

له سپين بولدک او چمن څخه ځايي سرچينو اطلاعات روز ته وويل، نن (پنج شنبه، ۶ د زمري) د مازديګر وروسته د دواړو خواو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

له سپين بولدک هاخوا ځايي سرچينې زياتوي چې په دې نښته کې يو طالب سرتيری او يو لاروی زخميان شوي دي.

د دغه سرچینو په خبره، نښته هغه وخت رامنځته شوې چې پاکستاني ځواکونه هڅه کوله ترڅو د سېلاب د اوبو مخه د سپين بولدک خوا ته واړوي.

له سپین بولدک څخه يوې بلي سرچينې اطلاعات روز ته وویل، پاکستاني ځواکونو هڅه کوله ترڅو له خپل قلمرو دې غاړې ته را واوړي خو د طالبانو له لوري پرې ډزې شوي او يو لاروی پکې زخمي شوی.

خو کندهار کې د طالبانو ځايي مسوولين بيا يوازي د يو تن عام لاروي د زخمي کېدو خبر ورکوي.

دوی زیاتوي، په دې نښته کې نور چاته زیان نه دی اوښتې او نښته پای ته رسیدلې ده.

د يادونې وړ ده چې ډیر کله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوستۍ پر دروازه باندې د نښتو راپورونه ورکول کېږي.