لغمان کې ناپیژانده وسله والو د تېر حکومت یو پولیس افسر وژلی

اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، په دې ولایت کې ناپيژانده وسله والو د پخواني حکومت یو پولیس افسر وژلی دی.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره شپه (جمعه، ۷ د زمري) ناپيژانده وسله والو د پخواني حکومت د پولیسو افسر چې قیس نومیده لومړی له کوره ویستلی او بیا یې کورته څیرمه په ډزو وژلی دی.

 سرچینه وایي، وژل شوی افسر د لغمان د مرکز مهترلام اوسیدونکی و او هم یې د ټولنیزو شبکو له لارې د ولس غږ ته انعکاس ورکاوه.

 تراوسه لغمان کې طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې په لغمان کې د پخواني حکومت یو بل افسر هم د ناپيژانده وسله والو له لوري وژل شوی و.