کونړ کې ناپيژانده وسله والو یو دیني عالم وژلی دی

اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په نورګل ولسوالۍ کې ناپیژانده وسله والو یو دیني عالم په ډزو وژلی دی.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن (شنبه، ۸ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیر ماښام د کونړ د نورګل ولسوالۍ اړوند د «صاحبزاده ګانو» کلي امام شیخ محمد اسرائیل صاحبزاده حنفي په نامه د جامع مسجد ملا امام د ماښام له لمانځه وروسته کور ته څیرمه ناپيژانده وسله والو په ډزو وژلی دی.

سرچینه وایي، وسله وال له سیمې په تېښته بریالي شوي خو ځایي امنیتي مسوولینو یې دنیولو ډاډ ورکړی دی.

تراوسه کونړ کې طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې وسله والې ډلې د یادې پېښې مسوولیت منلی دی.

په دې وروستیو کې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د ناپيژانده وسله والو له لوري د دیني عالمانو هدفي وژنې زیاتې شوي، چې زیاتره قربانیان یې الحدیث یا وهابي ملایان دي.

له دې نیږدې درې اوونۍ وړاندې په کابل کې هم یو دیني عالم په خپل کور کې د ناپيژانده کسانو له لوري وژل شوی و، چې وژل کیدو یې په کور دننه او بهر د خلکو ناندرې راپورته کړې.

عام خلک د طالبانو له حکومت د دیني عالمانو د وژنو د مخنیوي غوښتنه کوي.