زابل کې د یوې ترافيکي پېښې له امله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی

اطلاعات روز: زابل ولايت کې د طالبانو روغتيايي مسوولين خبر ورکوي، چې د زابل-کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکې پېښې له امله څلور تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دې ولایت کې د طالبانو د عامې روغتيا رییس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وویل، دغه ترافيکي پېښه نن سهار (یکشنبه، ۹ د زمري) رامنځته شوې او پرمهال يې د يوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه شوي او یوه ماشومه ټپي ده.

نموړی زیاتوي، د مړو شويو کسانو جسدونه يې د زابل ولايتي روغتون ته انتقال کړي دي.

د ډاکټر حکيمي په وينا چې پېښه د يوې سراچې او غټ موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د زابل-کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکې پېښې له امله څو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. افغانستان کې د سړکونو خرابولی، د موټر چلوونکو بې احتياطي او د ترافيکي قوانينو نه مراعات د ترافیکي پيښو د رامنځته کیدو اصلي لاملونه بلل کېږي.