د ارزګان په لېرې پرتو سیمو کې خلک د یوې عادي ناروغۍ له امله ژوند بایلي

اطلاعات روز: ارزګان چې د افغانستان په سویل کې پروت ولایت دی د لېرې پرتو سیمو خلک یې شکایت کوي چې دغلته روغتیايي خدمتونه په نشت حساب دي او خلک یې د یوې عادي ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي.

د دغه ولایت اوسيدونکي وايي، روغتيايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري او د عادي ناروغيو له امله ژوند بایلي.

دوی زياتوي، په تېرو شلو کلونو کې د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې داسې یو معیاري روغتون نه دی جوړ شوی چې د ناروغانو سمه درملنه پکې وشي.

احمدشاه چې د ارزګان ولايت د چناتو ولسوالۍ اوسيدونکی دی ادعا لري چې د دوی د کلي ډير کسان د بېلابېلو عادي ناروغيو له امله هم ژوند له لاسه ورکوي او مړه کيږي.

هغه وايي، روغتیايي اسانتیاو ته د لاس رسي نه درلودلو له امله د دوی په سیمه کې یوه عادي ناروغۍ په پراخه کچه خپریږي او د مخنیوي لاره چاره یې چاته نه وي معلومه.

نوموړی زیاتوي، چې د ناروغيو د درملنې ځای يې يوازې د ترينکوټ ولايتي روغتون دی چې هغه هم د نورو روغتونونو په څير مجهز نه دی او د ډيرو کمو ناروغيو درمنله پکې کيږي.

د ارزګان خلک وایي، مجبور دي چې د ترینګوټ روغتون ته راشي ځکه چې ولسوالیو کې هیڅ روغتیايي خدمات نشته

د هغه په خبره:«زمو په سيمو کې هيڅ ډول روغتون شتون نه لري موږ له بيخي زياتو ستونزو سره مخ يو کله چې يوه ناروغۍ پيداکيږي مجبوره يو چې خپل ناروغان د ترينکوټ ولايتي روغتون ته انتقال کړو او دلته يې درملنه وکړو خو په دغه روغتون کې هم دونه زيات امکانات نشته چې د خلکو اړتياوې دې پوره کړي.»

دا نه يوازې احمدشاه دی چې له دغه ډول ستونزو څخه سر ټکوي احسان الله چې د ارزګان مرکز ترينکوټ ختيځ طرف د چرمستان د سيمې اوسیدونکی دی او خپل ماشومان يې د ترينکوټ ولايتي روغتون ته د درملنې په موخه راوړي وايي، د دوی په سيمو کې هر کال يوازې د شري ناروغۍ له امله لسګونه ماشومان مړه کېږي.

هغه زیاتوي، چې دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي او نشي کولای چې د ترينکوټ ولايتي روغتون ته مراجعه وکړي.

دغه کس د طالبانو له حکومت او نړيوالو موسېساتو څخه غوښتنه کوي چې د دوی په سيمو کې دې روغتيايي چوپړونه وړاندې کړي.

هغه په دې اړه داسې وايي:« :«زموږ کور په چرمستان کې دی قسم په خدای که نيمه ګولۍ هم هلته پیداکيږي هيڅ شی نشته د درملني لپاره دلته راغلی يم، که زموږ په سيمه کې يو روغتون موجود وی موږ به بیا له دغه ډول ستونزو سره نه مخ کیدلو غوښتنه مو داده چې زموږ په سیمو کې يو روغتون يا کلينيک جوړ شي ډير خلک په دغه ډول ستونزو کې ګیر دي.»

د اطلاعات روز د معلوماتو له مخې د ارزګان  په مرکز ترينکوټ او ولسواليو کې دا مهال ۵۶ روغتيايي مرکزونه موجود دي چې د ګڼو ودانۍ په تيرو جګړو کې له منځه تللي دي.

په دغه ۵۶ روغتيايي مرکزونو کې هغه ډول چې د خلکو اړتيا ده روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کيږي.

د ارزګان د ۵۶ روغتیايي مرګزونو څخه یوازې د مرګز ترینکوټ روغتون د نورو په پرتله فعال دی او د یو شمیر ودانۍ په تېرو جګړو کې ویجاړې شوي

يوازې د ناروغانو د درمنلې لپاره د ترينکوټ ولايتي روغتون دی چې د پاتې ۵۵ روغتيايي مرکزونو په پرتله پکې خدمتونه زيات دي.

د ترينکوټ د ولايتي روغتون څخه اطلاعات روز ته يوې سرچيني وويل، چې په ياد روغتون کې د شديدو ناروغانو د عملياتونو ترسره کيدو لپاره يوازې دوه تنه متخصيصین ډاکټران موجود دي چې ۲۴ ساعته ياد کسان کار کوي او کاري بوج ورباندې زيات دی.

دغه سرچينه وايي تراوسه د عامې روغتيا وزارت نه دی توانيدلی چې د متخصصو ډاکټرانو شمير په ارزګان ولايت کې زيات کړي.
احمدالله چې د شهيد اساس ولسوالۍ څخه يې خپله مور د ترينکوټ ولايتي روغتون ته د درملنې په موخه راوړې وايي، چې درې شپې او ورځې يې يوازې پر کنډ کپر شویو لارو په سفر تيرې کړي او د ډيرو سختيو تيريدو وروسته توانيدلی چې د ترينکوټ ولايتي روغتون ته ځان ورسوي.

نموړی زیاتوي، چې د مور روغتيايي حالت يې دپخوا په پرتله زيات خراب شوی او په دغه روغتون کې هم ورته ځواب ورکړی چې باید خپل ناروغان کندهار ولايت ته انتقال کړي.

د هغه په خبره، په شهيد اساس ولسوالۍ کې يوازې يو دولتي روغتون موجود دی چې هيڅ امکانات پکې شتون نه لري.

احمدالله زیاته کړه، خصوصي روغتونونه خو بیخي په شهيد اساس ولسوالۍ کې شتون نه لري او يو څو محدود درملتونونه په دغه ولسوالۍ کې دا مهال فعاليت کوي.

د ارزګان د شهید اساس ولسوالۍ یو اوسیدونکی وایي، دیوې عادي ناروغۍ ناروغ په ډیره سخته تر مرکز ترینکوټ پورې رسوي ځکه چې په دې ولسوالۍ کې دولتي روغتون اسانتیاوې نه لري او شخصي روغتیایي مرکز بیخي نشته دی

نوموړی هم د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د يادې ولسوالۍ د اوسيدونکو ستونزو ته دې پام وکړي او شته ستونزې دې ورته حل کړي.

نوموړي په دې اړه وويل: «زه چې د مجبورۍ څخه دلته ترينکوټ ته راغلی يم خپل ناروغان مې راوستلي دي کله چې زموږ په سيمه کې څوک ناروغ شي يايې کندهار ولايت ته انتقال کوو يايې ترينکوټ ته را انتقال کوو زموږ په سيمه کې هيڅ روغتون شتون نه لري يوازې يو حکومتي روغتون دي هيڅ شی پکې نشته دولت باید اول زموږ سيمې ته پام وکړي».

په دغه ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر محمدالله روحاني هم تاييدوي چې په اروزګان کې د لېرې پرتو سيمو خلک په روغتيايي برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

نوموړی وايي، دوی په لېرې پرتو سيمو کې خلکو ته دروغتيايي چوپړونو وړاندې کولو په موخه د يو شمير موسېساتو سره غږيدلي ترڅو په بېلابېلو سيمو کې خلکو ته کلينکونه جوړ کړي.

هغه زیاتوي، تراوسه يې په يو شمير سيمو کې روغتيايي کوچني مرکزونه جوړ کړي او ځينو لېرې پرتو سيمو ته یې د همکارو موسېساتو په مرسته ګرځنده ټيمونه ليږلي ترڅو د ساري او خپريدونکو ناروغيو مخه ونيول شي.

نموړي وویل:«موږ دا پلان لرو چې د بېلابېلو سيمو لپاره يو شمير کلينکونه فعال کړو د موسېساتو سره غږيدلي يو په يو شمير سيمو کې موږ کلينکونه فعاله کړي او هغه سيمې چې اوس هم سپینې پاتې دي په هغه سيمو کې به هم کلينکونه فعال کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ترينکوټ ښار خلک بیا په ښار کې د غيرې مسلکي ډاکټرانو څخه هم شکايت کوي او وايي چې نږدې په هرمياشت کې غيرې مسلکي ډاکټران د لسګونه کسانو ژوند اخلي.

د تيرو شلو کلونو پرمهال په افغانستان کې د نړيوالو لخوا څخه په ميليونونه ډالر د روغتيايي چوپړونو په برخه کې لګیدلي خو لاهم د خلکو اړتياوې نه دي پوره شوي او په روغتيايي برخه کې دغه ډول ستونزې په ټول افغانستان کې پر خپل ځای پاتې دي.