انځور: خواله رسنۍ

تېره یوه میاشت هلمند کې د بېلابېلو پیښو له امله ۹۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو سيمه ييز چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولايت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د ترافيکي پيښو او خپل منځي شخړو له امله لږ تر لږه ۱۳ تنه مړه یا وژل شوي او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست لخوا نن (یکشنبه، ۹ د زمري) په خپرې شوې خپرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسانو ته د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې د مختلفو پیښو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبر پاڼه زیاتوي، چې د ۲۰۲۲ کال د جولای مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د هلمند په مرکز او ولسواليو کې د خپل منځي شخړو له امله ۸ کسان وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

دوی وایي، یادې خپل منځې نښتې د ځمکو او ماشومانو پر سر رامنځته شوي دي.

همدارنګه په همدې موده کې بیا د ترافيکي پيښو له امله دغه ولايت کې ۵ کسان مړه او ۴۳ نور ټپيان شوي دي.

د اطلاعات او فرهنګ رياست لخوا په بېلابېلو خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي چې يادې ترافيکي پيښې زياتې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوي دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې په همدې يوه مياشت کې ۴۲ کسان چې په غلاوو او شکونو کې ښکيل وو نيول شوي دي.

ډیری دغه پیښې دهلمند په مرکز لښګرګاه، باباجې، سنګين، نادعلي، ګرشک، موسی کلا، ګرمسير، مارجې، واشير، ناوې، نوزاد، خشک ابي، نهرسراج او باغران ولسوالیو کې رامنځته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په افغانستان کې په ترافيکي پيښو او خپل منځي شخړو کې د ملکي خلکو وژنې زياتې شوي دي.