د پکتیا ګردېز ښاروالۍ د غټو څارویو د غوښې په خرڅلاو بندیز ولګاوه

اطلاعات روز: د پکتیا مرکز ګردیز ښاروالۍ مسوولینو پریکړه کړې چې د څارویو د «لمپي سکین» ناروغۍ د مخنیوي په موخه د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د غټې غوښې پېر او پلور بند دی.

وروسته له هغه چې د سویل ختیځ زون په ځینو ولایتونو کې د «لمپي سکین» یا د پوستکي ناروغۍ په غواګانو ګډه شوې، لسګونه غواوې یې مړې کړې او لاهم د پراخېدو په حال ده، نو د دې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د طالبانو د ګردېز ښاروالۍ ریاست مسوولینو پرېکړه کړې، چې تر امرثاني پورې به په مرکز ګردېز او ولسوالیو کې قصابان د لویو څارویو د خوښې پلور نه کوي.

په همدې موخه د یاد ریاست له لوري په خپره شوې خبرتیا کې ویلي، چې له خوست وروسته د پکتیا په مرکز ګردېز او ځینو ولسوالیو کې غټ مالونه د «لمپي سکین» ناروغۍ له کبله زیانمن شوي او د روغتیايي کارپوهانو په باور ښايي یاده ناروغۍ د دغو څارویو د غوښې خوراک پر مهال انسانانو ته هم انتقال شي، نو له دې څخه د خوندیتوب په موخه هټۍ وال اجازه نه لري، چې د ناروغۍ تر کنټرول د غواګانو او نورو غټو څارویو غوښه په خلکو وپلوري.

د ښاروالۍ ریاست د مسوولینو په وینا له شوې پرېکړې د سرغړونې په صورت کې له قصابانو سره قانوني چلند کیږي.

اوس مهال په غواګانو کې د پوستکي ناروغۍ زیاته شوې، چې د روغتیايي مسوولینو او خلکو د معلوماتو له مخې په خوست ولایت کې د دغې ناروغۍ له امله لسګونه څاروي چې ډېره برخه یې غواګانې دي له منځه تللې دي.

یاده دې وي چې تر دې وړاندې د څارویو د ورته نارغۍ له امله د ننګرهار مرکز جلال اباد کې هم ښاروالۍ د غټې غوښې پر پېر او پلور بندیز لګولی دی.