اطلاعات روز: د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې ځایي سرچينې وايي، په دې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان درې کارکوونکي د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.
يوې ځایي سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه کارګران د همدې ځاى اوسېدونکي وو او تېره ورځ (يکشنبه، ۹ د زمري) ماسپښين مهال د «چنارک» د ډبرو سکرو کان کې ګازو نیولي دي.
تر دې وړاندې هم د بغلان د ډبرو سکرو په کان او نورو ولایتونو کې د ورته پیښو له امله کارګران قرباني شوي دي.
د داسې پيښو اصلي لامل د کانونو غير معياري استخراج بلل شوى دى.