پکتیا کې د نن ورځې سیلابونو یو موټر وړی درې تنه پکې مړه شوي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او اړونده سیمو کې د شدیدو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې خلکو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

په دغه ولایت کې یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې نن (دوشنبه، ۱۰ د زمري) له ماسپښین وروسته د مرکز اړوند «رباط» سیمه کې سیلاب یو موټر وړی چې پکې سپاره درې کسان مړه شوي دي.

د سرچینې په حواله په مړو شویو کسانو کې یوه ښځه، یو ماشوم او بل هم موټر چلوونکی شامل دی.

د دې سربېره د مرکز اړوند په «تېرې» او ځینو نورو سیمو کې هم د راوتلو سیلابونو له امله کرنیزه ځمکه، څاروي او نور مالي زیانونه خلکو ته رسیدلي دي.