لغمان کې د یوې سلماني چت پریوتو له امله څلور کسان ټپیان شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي چې په دې ولایت کې د یوې سلماني چت پریوتو له امله څلور کسان ټپیان شوي دي.

د لغمان لپاره د طالبانو د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیره ورځ (دوشنبه، ۱۰ د زمري) ناوخته د دغه ولایت مرکز مهترلام ښار جامع جومات ته څېرمه د یوې سلمانۍ د چت پرېوتو له امله څلور کسان ټپيان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، یاده پېښه د سلماني چت د زوړوالي له کبله رامنځته شوې او ټپيان ېې پر وخت د مهترلام ولایتي روغتون ته انتقال کړي، چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی دی.

له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې ځینې کورونه رالویدلي و، چې لامل یې سخت بارانونه او د کورونو زوړوالی ښودل شوی دی.