خوست کې د ښځینوو په ګډون ۵۰۰ کسان له حرفوي زده کړو فارغ شول

اطلاعات روز: خوست ولایت کې د طالبانو د اقتصاد ریاست مسوولین خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د نړیوال غذايي پروګرام په مالي ملاتړ او د ADVO موسېسې په همکارۍ ۲۵۰ ښځې او په دغه شمیر نارینه په بېلابېلو برخو کې له شپږ میاشتنیو حرفوي زده کړو وروسته فارع شول.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اقتصاد رییس شهزاده پیر ویلي، چې ښځینه زده کوونکو ته د لاسي صنایعو او نورو کورنیو تولیداتو برخه کې زده کړې ورکړل شوي او نارینوو ته بیا په تخنیکي برخو کې زده کړې ورکړل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «دغه پروګرام چې شپږ میاشتې یې دوام وکړ، ۵۰۰ کسانو پکې چې نیمه برخه یې ښځې وې د نجارۍ، ګلدوزي، اچار جوړونې، موټرسایکل او مبایل جوړونې برخو کې ورته زده کړې ورکړل شوې، چې په همدې موخه مو نن د لاسي صنایعو نندارتون هم جوړ کړی و.»

په ورته مهال بیا له زده کړو تازه فارغ زده کوونکي وايي، تېرو شپږو میاشتو کې په ښه ډول سره د لاسي صنایعو او نورو حرفوي زده کړو په کولو اوس کولی شي، چې له دې لارې د کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.

دوی همدا راز له اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې د کورنیو تولیداتو د بازار موندنې برخه کې دې ورته جدي پام وشي.

په دې اړه یوې فارغې زده کوونکې مریم احمدي داسې وویل: «مونږ په تېرو شپږو میاشتو کې ډېر څه زده کړل لکه ګلدوزي برخه کې، خامک دوزي او د کورنۍ نور تولیدات چې په هغه کې اچار او نورې برخې شاملې وې زده کړل.»

یو بل زده کوونکي وزیر خان بیا د خپلو تولیداتو برخه کې د بازار نشتوالی لویه ستونزه وبلله او ویې ویل، که ورته د بازار موندنې برخه کې پام وشي، نو کولی شي چې د کورنۍ اقتصادي اړتیاوې له همدې لارې په ښه ډول پوره کړي.

هغه وايي: «مونږ چې کوم څه زده کړي او ورڅخه تولیدات ترلاسه کوو، نو د هغوی د خرڅلاو لپاره اوس د مناسب بازار رامنځته کېدل مهمه اړتیا ده او زما غوښتنه له اړونده ادارو څخه دا ده، چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»

خوست کې له دې وړاندې هم لسګونه کسان تر حرفوي زده کړو وروسته د کاري زمینې او تولیداتو ته یې د بازار نشتون د دې لامل شوي، چې له زده کړي مسلک لاس په سر شي.

اوس که د دغو تازه فارغو شویو زده کوونکو له وړتیاوو ګټه پورته نه شي او له پامه وغورځول شي، نو د تېرو شپږو میاشتو خوراي به یې په اوبو لاهو شي.