اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو روغتيایي مسوولين خبر ورکوي چې د دې ولایت په دوو جلا سیمو کې د شديدې نس ناستې ناروغۍ له امله دوه تنه مړه شوي او په لسګونه نور پرې اخته شوي دي.
د زابل د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي اطلاعات روز ته وويل، چې د زابل په دای چوپان ولسوالۍ کې د شدیدې نس ناستې نارغې له امله دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او ګڼ شمیر کسان په یادې ناروغې اخته شوي دي.
نموړی زیاتوي، د دای چوپان ولسوالۍ کې د «ماري» او «دېوالک» سیمې له ښار څخه ډېرې لېري پرتې دي چې د روغتيایي کارکوونکو تر رسېدو مخکې هلته دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
د ده په خبره، دغو سيمو ته یې یو بیړنی روغتيايي ټيم لېږلي او کومو کسانو چې هلته درملنه نه کېږي د زابل ولايتي روغتون ته به یې انتقال کړي.
حکیمي زیاته کړه، د زابل په ټولو ولسواليو او ښار کې یې تر دې دمه د خپل روغتيايي مرکزونو پر مټ تر ۷ زره ډېرې پېښې ثبت کړي او درملنه يې ورته ترسره کړې ده.
د يادونې وړ ده چې د شدیدې نس ناستې ناروغۍ د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د خپرېدو په حال کې ده او لسګونه کسان پرې اخته شوي دي.