جلال اباد ښار کې د سړکونو د داغ نیونې چارې پيل شوې

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې له اوږده ځنډ وروسته د سړکونو د داغ نیونې چارې پیل شوې.

د جلال اباد ښاروالۍ مسوولان وایي، چې  دوی په پام کې لري، څو د ښاروالۍ له بودیجې د ښار په څلورو ناحیو کې ( ۳۶۸۲) متره مربع سړکونه ترمیم او داغ نیونه یې ترسره کړي.

عام خلک هم خوښ دي چې له اوږده ځنډ وروسته د جلال اباد ښار په داخل کې د سړکونو تخریب شوي ځایونه رغول کېږي.

دوی له مسوولو ادارو غواړي چې د سړکونو تخریب شوي ځایونه دې په ښه کیفیت ورغوي، ځکه په تېر کې د مسوولو ادارو د نه پام له امله دا ډول کارونه بې کیفیته ترسره کېدل، چې ډېر یې دوام نه مونده.