د نورستان برګمټال کې ګرمې چینې؛ هر کال سلګونه ناروغان د درملنې په موخه ورځي

اطلاعات روز: د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د «کافرکوتل» او «سپینې څوکې» په لمنه کې د اوبو د ډک خوړ پر غاړه په یخه هوا کې راوتونکې د «اوبو ګرمې چینې» په نامه یو ځای دی چې هر کال سلګونه ناروغان د درملنې په موخه ورځي، خو وایي څه ډول چې لازمه ده هلته اسانتیاوې نشته.

دغې چینې ته د برګمټال ولسوالۍ له مرکزه څلور ساعته د موټر او درې ساعته پلې لار ده، چې خلک دا ټول کړاو د خپلو ناروغیو د درملنې په موخه زغمي.

یادې چینې ته تلوونکي خلک د سړک خرابوالی، چینې ته څیرمه د هوټلونو او د لمبیدو لپاره د منظمو حوضونو نشتون هغه ستونزې یادوي چې له امله یې ورغلي ناروغان له ستونزو سره مخ وي.

د نورستان دکامدیش ولسوالۍ اوسیدونکی سیدا خان دغې سیمې ته د نورو ناروغانو د لارښوونې لپاره راغلی وایي، چې په دې چینه کې لمبېدل د بېلابېلو ناروغیو علاج دی.

نوموړی وايي، د پوستکي، روماتیزم او معدې ناروغان په دې چینه کې له لمبېدو وروسته رک روغ بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.

سیدا خان زیاته کړه: « تیر کال هم زه له نورو ناروغانو سره دې چینې ته راغلی وم، دلته د پوستکي، روماتیزم او معدې ناروغان په دې چینه کې له لمبېدو وروسته رک روغ بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي او له نورستان سربیره له نورو زیاتو ولایتونو خلک راځي؛ خو ستونزه د سړک خرابوالی، د لمبیدو مناسب ځای نشتون او دلته د اوسیدو لپاره د هوټلونو نشتون دی چې راغلي ناروغان ورسره مخ دي.»

 د نوموړي په وینا، ګرمې چینې ته چې کوم ناروغان د درملنې لپاره راځي، ناهیلي نه ځي؛ راتلونکی کال د خپل کلي له لسګونو نورو ناروغانو سره راځي او د الله ج په فضل روغېږي.

د نورستان ولایت چې هره دره یې بوټې او اوبه لري خو د برګمټال ولسوالۍ کې داسې چینې هم شته چې ګرمې اوبه ترې راوځي او خلک پکې د درملنې په موخه لامبي.

احسان الله بیا له خپل ناروغ پلار سره د نورستان له دواب ولسوالۍ څخه د برګمټال ګرمې چینې ته راغلی دی.

هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، له نږدې څلور ورځې ستړي کوونکي سفر وروسته یې خپل اویا کلن پلار چې د پوستکي له ناروغۍ کړېږي، دلته راوستلی او تمه لري چې روغ به بېرته ستون شي.

دی زیاتوي، درې ورځې یې په موټر کې مزل وکړ او یوه ورځ یې پر اس په لوړو او ژورو کې مزل وکړ چې بالاخره یې دغې چینې ته ځان را ورساوه.

احسان الله زیاته کړه:«پلار مې د پوستکي په ناروغۍ اخته دی چا راته وویل، چې په دغه چینه کې له لمبیدو وروسته ښه کیږي همدلته مې له ډیر مزل وروسته راوسته نو الله ج ته تمه لرم چې روغ به شي، په لاره ستونزې ډیرې دي سړک خراب دی له حکومت غواړو چې دلته پاملرنه وکړي.»

هغه وايي، تېر کال د دوی له کلي څخه یو شمېر ناروغان دغې چینې ته راغلي وو او دلته په لامبلو روغ شوي وو نو ځکه دوی هم تصمیم ونیو چې خپل پلار د درملنې لپاره دلته راولي.

دکونړ اوسیدونکی شاه محمد چې یادې چینې ته راغلی وايي، د دې چینې اوبه ډېرې دي خو ستونزه دا ده چې د لامبلو لپاره په کې ډنډونه نه دي جوړ شوي او سړک یې هم خام دی.

د نوموړي په خبره، که یادې ستونزې حل شي نو دغې چینې ته د راتلونکو ناروغانو شمېر به څو برابره ډېر شي.

اخوا د نورستان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کتلور رییس مولوي سمیع الحق حق بیان خلکو ته ډاډ ورکوي چې ستونزو ته به یې رسیده ګي وشي او هلته به ورتلوونکو خلکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي زیاته کړه، ګرمې چینې ته د غځېدلې سړک پخول او دغه چینه د حوضونو جوړول او هلته د هوټلونو جوړول د حکومت لومړیتوب دی.

نورستان کې یو شمیر نورې سیمې او ځانګړي ځایونه هم شته چې خلک ورته د دم دوا لپاره ورځي.