اطلاعات روز: د کندهار د مهاجرینو موسېسې KRO د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ له لارې د څه باندې ۱۱سوه بیرته راستانه شویو ګډوالو سره نغدي مرسته ترسره کړه.
کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست وايي، دا هغه کورنۍ دي چې د ۲۰۲۲ کال له جون څخه د همدې کال اګست مياشتې پوري بېرته خپل هېواد ته راستنې شوي دي.
دغه رياست زياتوي، چې د دغو کورنيو شمېر ۱۱۰۹ ته رسېږي او د دوی او I.O.M دفتر په ګډه همکارۍ ثبت شوي دي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې کندهار کې له زرګونه بېلابېلو کورنيو سره نغدي او خوراکي مرستې ترسره شوې دي خو د دې ولايت اوسېدونکي بيا د مرستو د پروسې له نه شفافيت څخه سرټکوي.
هغوی زياتوي چې اوس مهال هم کندهار کې د مرستندويه ادارو کارکوونکي او نور زورواکي ټولې مرستې پر خپلو خلکو وېشي او دوی ته هيڅ هم نه رسېږي.