کندهار کې ۳۶۰۰ کورنیو ته د پاکو اوبو رسولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

اطلاعات روز: د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د ای ‌سي ‌ار سي (ICRC) موسېسې په مالي ملاتړ ۳۶۰۰ کورنيو ته د پاکو اوبو رسولو یوه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

کندهار کې د طالبانو د کاناليزاسيون شرکت مشر انجنير مولوي جانان آغا وويل، د يادې پروژې رغنيزې چارې څو مياشتې وړاندې پيل شوې وې او نن (چهارشنبه، ۱۲ د زمري) ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دی وايي، د دغې پروژه مالي ملاتړ ای سي ار سي موسېسې پر غاړه درلوده او يو بل افغاني شرکت يې د جوړېدو چارې پر مخ بیولې.

نوموړی زیاتوي، د اوبو د دې پروژې له لارې به د کندهار ښار د نهمې ناحیې د خلکو تر کورونو پورې د څکلو پاکې اوبه ورسېږي.

د مولوي جان اغا په وينا، چې د همدې سيمي خلکو تر ډېره پورې اوبو ته لاسرسی نه درلود نو ځکه يې دغه پروژه دلته عملي کړه.

د ده په خبره، په کومه سيمه کې چې د اوبو دغه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، تر دې وړاندې دغلته د ناپاکو اوبو د څکلو له کبله د کولرا پېښي ثبت شوې وې.

د يادونې وړ ده چې اوس مهال د کندهار ولايت ۹۰ سلنه اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري.

د دغه ولايت اوسېدونکي له همکارو موسېساتو او طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو د پاکو اوبو رسولو نورې پروژې هم په دې ولایت کې عملي کړي.