د کابل پل سوخته کې چاودنه شوې

اطلاعات روز: نن د کابل ښار لوېديځ پل سوخته سیمې هغه ځای کې چاودنه وشوه چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیاته وي.

ویل کیږي چې چاودنه بیرغ پلورنځیو د عرفو په منځ کې شوې ده.

په دې چاودنه کې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی څرګند شوی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي. د دغې ډلې امنیتي ځواکونو د چاودنې سیمې ته ټولې غځېدلې لارې تړلې دي.

عيني شاهدان وايي، طالبانو يو کس پر موبايل د عکسونو اخيستو په تور وهلى او نيولى دى.

طالب ځواکونه د محمد علي جناح روعتون مخې هم ځای پرځای شوي چې د چاوندنې ځای سره نږدې دی. ويل کيږي چې يو شمېر مړي او ټپيان دغه روغتون ته وړل شوي دي.

پرون ماښام هم د کابل لویدیځ شپږمې ناحیې اړوند سرکاریز سیمه کې چاودنه وشوه، د طالبانو امنیتي چارواکو په وینا په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل شول او څه باندې ۱۸ کسان یې ټپيان کړل.