زابل کې د شري ناروغۍ د څلورو ماشومانو ژوند اخیستی

اطلاعات روز: زابل کې روغتیایي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په سیوري ولسوالۍ کې دشري ناروغۍ له امله څلور ماشومان مړه شوي دي.

زابل کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وایي، د تیرې شپې (جمعه ۱۴ د زمري) راهیسې د دغه ولايت د سيوري ولسوالۍ د «بادین» په سیمه کې ۵۰ ماشومان په شري ناروغۍ اخته شوي چې څلورو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

نموړی زیاتوي، په یاده سیمه کې کوچیان میشت دي او ماشومان یې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د هغه په خبره، سیمې ته یې روغتیایي کارکوونکي لیږلي او په کلي کې یې عاجل روغتیایي مرکز پرانیستی دی.

دی وايي، کوم ماشومان چې عاجلې او ډیرې درملنې ته اړتیا لري هغه به ولایتي روغتون ته انتقال کړي.

د هغه په وينا چې په کلي کې يې ناروغانو او روغو کسانو ته د واکسین ورکول پېل کړي ترڅو د شري ناروغۍ کنترول شي.

یاده دې وي چې زابل ولایت کې دغه ماشومان د کوچیانو په یوې قبیله کې په شري اخته شوي چې د موسمونو په بدلون سره یاد کوچیان له یو ځای څخه بل ځای ته کډه کوي.