اطلاعات روز: لوګر میشتي شیعه مذهبه پیروان د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د عاشورا مراسمو د امنیت تامین لپاره دې کوټلي ګامونه واخلي.
په لوګر کې د اهل تشیع وګړو له ډلې یو تن حاجي خلیل حسیني اطلاعات روز ته وویل، چې امنیتي ګواښونو ته په کتو اندېښمن دي، چې دوی به هم د داعش ډلې تر بریدونو لاندې راشي.
د هغه په خبره که په دغه ولایت کې یې امنیتي ادارې امنیت خوندي نه کړي نو پر وړاندې به یې ستونزې لا ډېرې شي.
نوموړي وویل: «څه موده وړاندې په لوګر پل عالم کې زمونږ د قوم څلور ځوانان چې په یوې نانوايي کې یې کار کاوه د نامعلومو کسانو له لوري په شهادت ورسېدل چې دا یو اندېښمنونکي پېښه وه او اوس چې د عاشورا مراسم پیل شوي نو مونږ د خپل امنیت په اړه اندېښمن یو او له طالبانو مو غوښتنه دا ده چې زمونږ امنیت ټینګ کړي تر څو دوښمن خپلو شومو اهدافو ته و نه رسیږي.»
د دغه قوم یو بل شخص سید ولي جان هم په هیواد کې د داعش ډلې د فعالیتونو په ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې دوی د شته امنیتي ګواښونو له امله په ډاډه زړه خپل مذهبي مراسم نه شي ترسره کولی.
نوموړی د خپلو خلکو د امنیت ساتنې لپاره له طالبانو د اړتیا وړ څو میله وسلو غوښتنه کوي.
جان وویل: «دلته مونږ ته که وسله راکړل شي او یا زمونږ امنیت دوی ټینګ کړي دا هم ښه خبره ده، خو د داعش حضور ته په کتو باید امنیتي ګواښونه عادي و نه ګڼل شي او د دې د مخنیوي لپاره باید پوره هڅې وشي.»
په همدې حال کې بیا په لوګر کې د طالبانو امنیتي مسوولین د اهل تشیع وګړو او د عاشورا د مراسمو لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند عمر منصور اطلاعات روز ته وویل، چې د عاشوار مراسمو د امنیت خوندیتوب لپاره د ولایتي ادارې په کچه ګډه ناسته را بلل شوې وه.
د هغه په وینا چې د اهل تشیع وګړو سره په مخامخ لیدنه کې د والي له خوا ډاډ ورکړل شوی چې د دوی به پوره امنیت ساتي.
که څه هم په پلازمینه کابل کې د عاشورا مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي، خو تېره ورځ د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د یوې چاودنې پرمهال ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه راز تېره اونۍ هم په کارت سخي سیمه کې د داعش او طالبانو ترمنځ په ساعتونو نښته روانه وه چې تر نورو ډېر اهل تشیع وګړي پکې ژوند کوي، د ځايي خلکو په وینا د داعش ډلې هدف هم د عاشورا مراسم و.