اطلاعات روز: کابل کې د طالبانو امنیې قومندانۍ وایي، د پلازمینې لویدیځ کې د نن (شنبه، ۱۵ د زمري) مازدیګر چاودنې پرمهال لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه ټویټ کې لیکلي چې یاده چاودنه د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند پل سوخته سیمه کې په یوه ګلدان کې د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله شوې.
نموړی زیاتوي، په شوې چاودنه کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او ۲۲ ټپیان دي چې په ټپیانو کې د یو تن وضعیت نازک ښودل شوی دی.
له یو شمیر روغتونونو څخه د ترلاسه شویو شمېرو له مخې، د کابل لوېدیځ پل سوخته سیمه کې د نننۍ چاودنې له امله درې تنه وژل شوي او ۴۱ ټپیان دریو جلا روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
په ټولنيزو شبکو کې خپور شوى نوملړ ښيي چې ٢٢ ټپیان د پل سوخته یوه خصوصي روغتون ته لېږدول شوي دي.
همدا ډول د دشت برچي د محمد علي جناح دولتي روغتون ته دوه مړي او ۱۳ ټپیان انتقال شوي دي.
دغه راز د استقلال په دولتي روغتون کې يوې سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې ياد روغتيايي مرکز ته یو جسد او شپږ ټپيان ور وړل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د نننۍ چاودنې مسوولیت نه دی منلی.
پرون ماښام هم د کابل ښار د شپږمې ناحیې په سرکاریز سیمه کې یوه چاودنه وشوه، چې د طالبانو د امنیتي چارواکو په وینا اته ولسي وګړي یې ووژل او ۱۸ نور یې ټپیان کړل.
داعش ډلې د پرونۍ حملې مسوولیت منلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما ویلي، طالبان باید د دا ډول بریدونو مخه ونیسي او په دې اړه پوره او شفافه څېړنه وکړي.