اطلاعات روز: افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د کابل په لویدیځ کې پرونۍ خونړۍ چاودنه وحشتناکه بللې او ویلي یې دي چې طالب چارواکي د افغانانو د ساتنې مسوول دي.
بېنټ د تېرې جمعې په شپه (۱۴ د زمري) په يوه ټوېټ کې لیکلي، چې دا چاودنه هغه جنایت دی چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې ده.
هغه ټینګار کړی چې طالبان د افغانستان د اتباعو د ساتنې مسوول دي او د دغه جنایت عاملین باید محاکمه شي.
پرون ماښام مهال د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند د سرکاریز سیمه د یوې چاودنې شاهده وه.
کابل کې د طالبانو پولیس وايي، چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
د طالبانو يوه جګپوړي امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې یاد شي ویلي دي، چې په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ٥٠ زيات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غیر رسمي سرچینې هم په دې چاودنه کې د درنې مرګ ژوبلې خبره کوي.
د کابل په علي آباد روغتون کې يوې سرچينې اطلاعات روز ته په یوه پیغام کې خپل د سترګو لیدلی حال بیان کړی او ویلي یې دي چې یوازې د ۱۰ تنو جسدونه یاد روغتون ته لیږدول شوي دي.
د سرچينې په وينا، په وژل شويو کسانو کې شپږ تنه نارينه دي.
دغې سرچينې زياته کړه، چې ۱۰ ټپیان هم د علي اباد روغتون په عاجل واټ کې تر عمليات لاندې دي.
کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په کراچۍ کې ځای پر ځای شويو چاودیدونکي توکو ملکي وګړي په نښه کړي دي.
تر دې وړاندې هم د کابل په لوېديځ د سرکاریز په سيمه کې څو خونړۍ چاودنې شوي دي.
دغه چاودنه داسې مهال کېږي چې طالبانو د محرم مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.