د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې ناپيژانده وسله والو یو قومي مشر وژلی دی

اطلاعات روز: د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې ځایي سرچینې وایي، ناپیژانده وسله والو په دې ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژلی دی.

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي او قومي مشر ملک عباد نن اطلاعات رزو ورځپاڼې ته وویل، چې د تیرې جمعې په شپه (۱۴ د زمري) ناپیژانده وسله والو مومندرې ولسوالۍ کې د ملک جمیل په نامه یو قومي مشر لومړی له کوره په زور ویستلی او بیا یې کلي ته څیرمه په ډزو وژلی دی.

نوموړی وایي، وژل شوي قومي مشر له هیچا سره شخصي دښمني نه درلوده او نه پوهیږي چې د چا له لوري وژل شوی دی.

ځایي خلکو د یاد قومي مشر د وژل کیدو په غبرګون کې د تورخم-جلال اباد لویه لاره هم د دوه ساعتونو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه او د طالبانو د سرپرست حکومت یې غوښتنه  کوله چې د یاد قومي مشر قاتلین دې ونیسي.

ننګرهار کې طالب چارواکي هم یاده پېښه تائیدوي او وایي، د قاتلینو د نیول کیدو هڅې یې پیل کړي خو تراوسه څوک په دې تور نه دي نیول شوي.

یاده دې وي چې پرون ورځ هم د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې ناپيژانده وسله والو د محمد قیوم په نامه یو قومي مشر په ډزو وژلی وو.

ننګرهار میشتي له طالب چارواکو غوښتنه کوي چې په دې ولایت کې د قومي مشرانو د وژنو پېښې عادي ونه ګڼي او په دې اړه جدي اقدامات ترسره کړي.