زابل کې د پاکو اوبو ۳۷ څاه ګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

اطلاعات روز: زابل کې د CAHPO موسېسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د پاکو اوبو ۳۷ څاه ګانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

زابل کې د طالبانو د کلیو او پراختیا ریيس مولوي حکمت الله وايي، د CAHPO موسېسې په همکارۍ او مالي ملاتړ یې دغه برمې (څاه ګانې) وهلي دي.

نموړی زیاتوي، دا برمې یې ځکه وهلي چې د زابل په مرکز قلات او یو شمیر ولسوالیو کې خلکو پاکو اوبو ته لاسرس نه درلود او د ناپاکو اوبو له امله په بیلابیلو ناروغیو اخته شوي وو.

د هغه په وينا، چې د يادو برمو په منځ کې یې یو شمیر پخوانۍ خرابې برمې بیا ځل ترمیم کړي دي.

دغه رییس زياته کړه، چې د دې برمو تر جوړېدو وروسته لسګونه کورنۍ اوس پاکو اوبو ته لاس رسی لري او له ناروغیو څخه په امن کې دي.

د يادونې وړ ده چې زابل ولايت کې د وروستیو سېلابونو له امله د ډیرو خلکو برمې بندې او ډکې شوې وې، هغه څه چې پاکو اوبو ته يې د خلکو لاس رسی کم کړی و.