اطلاعات روز: پکتیکا کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په یحیی خیلو ولسوالۍ کې د هاوان زړې سرګلولې چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
په پکتیکا ولایت کې کې ځايي سرچینې وايي، تېره ورځ (شنبه، ۱۵ د زمري) ناوخته د دې ولایت په یحیی خېلو ولسوالۍ کې په ماشومانو د هاوان یوې ناچاوده سرګلولې چاودنه کړې، چې له امله یې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د سرچینې په حواله چې پېښه د یحیی خېلو ولسوالۍ اړوند په «یحیی خېلو» کلي کې رامنځته شوې ده، چې د دوی په خبره د ټپي شویو دوو ماشومانو روغتیايي حالت هم د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د تېرو دوو لسیزو جګړو له امله خښ کړل شوي ماینونه او دې ته ورته ناچاوده توکي هر ورځ د سویل ختیځ زون په بېلابېلو ولایتونو کې د عامو وګړو ژوند اخلي.