انځور: ټولنیزې شبکې

طالبانو په زابل کې دوه ښځې او درې نارینه په دورو ووهل

اطلاعات روز: زابل کې د طالبانو ځايي چارواکي خبر ورکوي چې په دې ولایت کې یې د زنا او غلا په جرم درې نارینه او دوه ښځې په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

زابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي رحمت الله حماد نيازی وايي، دغه شرعي حدود يې نن (یکشنبه، ۱۶ د زمري) پر هغو پنځه تنو جاري کړي چې څه موده وړاندې د زنا او غلا په تور نيول شوي وو.

نموړی زیاتوي، په دې پنځه تنو کې درې نارينه او دوه ښځې شاملې دي او د استيناف محکمې له لوري مجرمین پېژندل شوي دي.

نیازي وویل: «دوه ښځې او یو نارينه چې د زنا په تور نيول شوي وو، هر يو يې نهه دېرش دورې ووهل شول او په دوه کاله بند محکوم شول، البته دوه تنه نارينه چي د غلا په تور نيول شوي وو، هر يو يويشت دورې ووهل شو او د يوې مياشتې له پاره بنديان شول.»

د يادونې وړ ده چې د طالبانو بيا ځل واکمنېدو سره د لومړي ځل له پاره د دورې وهلو حدود په ارزګان او وروسته په کندهار ولايت کې پر مجرمینو جاري کړي دي.