کندهار کې وروستیو ورښتونو د انګورو حاصلات سخت زیانمن کړي

اطلاعات روز: کندهار ولايت کې د وروستيو ورښتونو او سېلابونه له امله د انګورو باغ لرونکو ته په ميليونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

په دغه ولايت کې د انګورو باغ لرونکي وایي، يو کلنه ستړیا یې د څو ورځو ورښتونو له خاورو سره خاورې کړه.

د ژړۍ ولسوالۍد انګورو باغ لرونکي محمد رحيم اطلاعات روز ته وويل، سېلابونو یې د باغ حاصلات ۴۰ سلنه زیانمن کړي دي.

محمد رحيم اکا زیاتوي، پخوا د انګورو یوه باغ ورته دوه زره جاله حاصل ورکوه خو سږکال د سېلابونو له کبله دغه سمر زر جاله ته راټيټ شوی دی.

ورته مهال د ژړۍ ولسوالۍ يو بل باغ لرونکي ميراجان اکا اطلاعات روز ته وویل، چې د انګورو پر حاصلاتو يې بارانونه شوي او ټول حاصلات يې ور خراب کړي دي.

نوموړی زياتوي چې د باغ انګور يې رژېږي او يو اندازه اوڅکي شوي دي.

دی وايي، د انګورو حاصلات یې خراب شوي او لس لکه کالدارې تاوان یې کړی دی.

نوموړی د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي تر څو لاس نيوی يې وکړي او هر ډول ستونزې يې ورته هوارې کړي.

په‌ همدې حال کې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال انجنير حاجي عبدالباقي بنا اطلاعات روز ته وويل، سږکال د انګورو حاصلات له پيل څخه د وچکالۍ سره مخامخ وو، او ډېر شمېر باغ لرونکو خپل د انګورو باغونه له منځه يوړه.

هغه زياتوي، کوم کسانو چې پر وچکالۍ سربېره بيا هم مقاومت وکړ او خپل باغدارۍ ته يې دوام ورکړ اوس یې سېلابونو حاصلات ور خراب کړل.

بنا وويل، هغه کسانو چې سږکال د انګورو باغونه اجاره کړي و، اوس مهال سره په دعوه دي ځکه چې سېلابونو تاوانيان کړي دي.

د‌ کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال زیاته کړه، سربېره پر کورنيو ستونزو سږکال پاکستان هېواد کې هم د کندهار انګور خاص بازار نه لري ځکه په وينا يې چې هلته سېلابونه راوتلي او اقتصادي ستونزې يې ډېرې دي.

یاده دې وي چې وروستیو ورښتونو د کندهار په ژړۍ، پنجوايي، سپين بولدک، ډنډ او یو شمیر نورو ولسواليو کې د ځاني زیانونو ترڅنګ ګڼ شمېر کروندګرو او باغ لرونکو ته هم مالي زيانونه رسولي دي.