نورستان کې له سلګونه بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته ترسره شوه

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په نورستان کې له ۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو سره د غیرخوراکي توکو مرسته وکړه.

د نورستان ولایت د رسنیو له دفتر څخه نن (سې شنبه، ۱۸ د زمري)  په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د دفتر یا UNHCR مشر ویلیم نورستان ولایت ته ورغلی او دغلته یي د طالبانو د والي حافظ محمداغا حکیم او د بېځایه شوو کورنیو له استازو سره کتلي دي.

خبرپاڼې د ویلیم له قوله ویلي چې د دوى ادارې دا مهال په دغه ولايت کې د پنځه سوه کورنيو  لپاره د غيرخوراکي توکو بستې راوړي او نن يې د وېش لړۍ هم عملاً پيل کړه.

هغه زیاته کړه چې دوى په ياد ولايت کې له څلور زره نورو کورنيو سره د مرستو په موخه سروې پيل کړې او د ژمي له رارسېدو مخکې به یې ووېشي.

په همدې حال کې د نورستان اوسیدونکي هم له ترلاسه شویو مرستو خوښ دي او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې سربیره له نورو خیریه بنسټونو او مرستندویه  ادارو د ورته نورو مرستو غوښتنه کوي.