ننګرهار کې ناپيژانده کسانو یو ماشوم وژلی دی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې ناپیژانده کسانو یو لس کلن ماشوم د تښتونې وروسته وژلی دی.

د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ یوه اوسیدونکي الفت شینواري نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې پېښه تیره شپه د یادې ولسوالۍ اړوند «ګلاهي» سیمې زاخیلو کلي کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وایي، لومړی ناپيژانده کسانو د خاکسار په نامه د یوه ځایي اوسیدونکي لس کلن زوی نامعلوم ځای ته تښتولی او بیا یې په وهلو ډبولو وژلی دی.

د شینواري د معلوماتو له مخې د وژل شوي ماشوم جسد کلیوالو نن سهار (سې شنبه، ۱۸ د زمري) په کروندو کې موندلی دی.

تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم د یادې پېښې مسوولیت چا منلی دی.

له دې درې میاشتې وړاندې د شینوارو په غني خیلو ولسوالۍ کې هم یو کم عمر ماشوم د ناپيژانده کسانو له لوري وژل شوی و.