ننګرهار کې د امریکا ضد لاریون

اطلاعات روز: په ننګرهار کې نن (چهارشنبه، ۱۹ د زمري) لسګونه ځایي اوسیدونکو او صرافانو د امریکا له خوا په کابل د وروستي ډرون برید په غبرګون کې لاریون وکړ.

دوی وویل، چې امریکا دې د افغانستان په تړاو له ظالمانه پریکړو لاس په سر شي او په ورته مهال یې په یاد هېواد غږ وکړ، چې هر څه ژر دې د افغانانو ګنګل شوې شتمني هم ازاده کړي.

لاریونوالو د امریکا پر ضد شعارونه ورکول او یاد برید یې له دوحې  تړون سرغړونه وبلله.

 د لاریون یو ګډونوال غلام مصطفی رحیمي وویل، چې امریکا دې د افغانستان په باب له ظالمانه پریکړو لاس په سر شي او هر څه ژر دې، د دې هېواد کنګل شوې پيسې هم ازادې کړي.

 رحیمي زیاته کړه: « امریکا چې څه موده وړاندې په کابل کې د القاعده د شبکې پر مشر کوم ډرون برید ترسره کړی مونږ یې غندنه کوو او دا په ښکاره ډول د افغانستان پر خاوره تیری دی، له امریکا غواړو چې نورې دې دا ډول بریدونه نه کوي او دا ډول سرغړونه په خپله د دوحې تړون سرغړونه ده.»

لاریون والو وویل، چې د خپل موجوده نظام تر څنګ ولاړ دي او له امریکا يې وغوښتل، چې په راتلوونکي کې دې پر افغانستان له بریدونو او تېري ډډه وکړي.

د لاریون یو بل ګډونوال حاجي همایون په ورته مهال په نړیواله ټولنه هم غږ وکړ، چې  د هغه هېوادونو پر وړاندې دې غبرګون وښایي، چې د افغانستان پر وړاندې خنډونه جوړوي.

 همایون زیاتوي:«له امریکا غواړو چې نور دې دا شان بریدونه بند کړي او بې ګناه افغانان دې په یوه او بله بهانه نه وژني، له امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتننه کوو؛ چې د افغانستان کنګل شوې پېسې دې هم ازادې کړي څو دلته شته اقتصادي بحران پای ته ورسیږي او ستونزې حل شي.»

لاریون کوونکو همداراز د طالبانو له اوسني حکومت هم وغوښتل چې په هیواد کې ترهګرو ډلو ته ځای  ورنه کړي، څو د نړیوالې ټولنې له نیوکو سره مخ نشي.

د یادونې ده، چې نن چهار شنبه د ننګرهار سربېره د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د امریکا پر ضد لاریونونو شوي او په کابل کې یې د یاد هېواد ډرون برید په کلکه غندلی دی.