کندهار کې د کلالۍ هنر؛ ډېره ستړیا او لږه ګټه

اطلاعات روز: که څه هم کندهار ولايت کې د کلالۍ هنر ډېره مخینه لري خو کلالان وايي، د نورو کلونو په پرتله يې اوس د کاروبار او هنر خوند تللی دی.

ډېره ستړیا او ساړه بازارونه د دې سبب شوي تر څو کندهار او شاوخوا نورو ولايتونو کې کلالان له خپل هنر څخه لاس په کار شي.

تر شنه آسمان او تند‌ لمر لاندې کار کول دلته د کلالانو عادت ګرځېدلی، خو د بازار نشتون د دوی پر وړاندې ستونزې زېږولي دي.

دلته له سهار څخه تر ماښامه پورې کلالان لسګونه منګي، کاسې، د اوبو ترموزونه او داسې نور خاورین توکي جوړوي.

ګل احمد يو له هغو کسانو څخه دی چې نږدې درې لسیزې یې په کندهار کې د کلالۍ هنر ژوندی ساتلی دی.

هغه اطلاعات روز ته وويل، که څه هم د منګيانو د پېر او پلور بازار د ګرمۍ په موسم کې ښه وي خو سږکال یې د کاروبار خوند په ګرمۍ کې هم نشته.

ګل احمد یو له هغو کسانو څخه دي چې نږدې درې لسیزې کندهار کې خاورین لوښي جوړوي. انځور: اطلاعات روز

نوموړی وايي، د کندهار ترڅنګ دغه خاورین لوښي هلمند، زابل، ارزګان او نيمروز ولايتونو ته استوي ځکه په وينا يې تر نور دوی ډېر امکانات په لاس کې لري.

دی زیاتوي، ډېر کله دوکانداران دغه خاورین لوښي په پور ورڅخه وړي او له هغه وروسته بیا پيسې پر وخت نه ورکوي.

ګل احمد وويل، هره اونۍ د ۷۰۰ په شاوخوا کې منګيان جوړوي او پلوري یې، خو په خبره يې چې پخوا يې د دې دوه برابره جوړول.

یو کندهاری هلک چې د خاورین منګي په جوړولو اخته دی. انځور: اطلاعات روز

هغه زياته کړه، دا مهال کندهار کې د کلالۍ ۲۷ کارخانې کار کوي او بېلابېل توکي جوړوي.

دی د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غواړي: «حکومت بايد له موږ سره همکاري وکړي، ځمکه راکړي، اوبه راکړي، زموږ په لاس جوړ شوي توکو ته بازار پیدا کړي او موږ ښه تشويق کړي، خلک اوس ځکه منګيان رانيسي چې يخ ډېر کله خلک ناروغه کوي.»

کندهار کې ډېر شمېر خلک د هوا له ګرمېدو سره خپلو کورونو ته منګيان وړي او د څښاک اوبو  لپاره ترې ګټه پورته کوي ځکه چې منګیان اوبه یخې ساتي.

کندهار کې خلک د هوا له ګرمیدو سره خپلو کورونو ته منګیان وړي ځکه چې اوبه یخې ساتي. انځور: اطلاعات روز

ځينې کسان بیا کلالانو ته فرمایشتونه ورکوي او په منګیو کې د بېلابېلو ډیزایونو کارولو وړندیز کوي.

نقيب الله په کندهار کې یو له منګیو جوړوونکو څخه دی نموړي اطلاعات روز ته وويل، اوس منګيان او خومان ډېر جوړوي ځکه هوا ګرمه ده او موسم يې روان دی.

دی وايي، مخکې به يې د اوبو د يخولو يو خوم په ۱۵۰ افغانۍ جوړوه خو اوس هماغه خوم دانه په ۱۲۰ جوړوي.

نقیب الله زیاتوي، چې د پخوا په پرتله دوه برابره کار کوي خو بيا يې هم د کاروبار خوند نه شته.

ده وویل: «اوس موږ هم هاغه ډول کوښښ نه کوو او د کاروبار مو هم خوند‌ نشته، پخوا به مو يو خوم په ۱۵۰ افغانۍ پلوره خو اوس هغه ۱۲۰ پلورو، تر پخوا دوه چنده ډېر کار کوو خو سربېره پر دې مو بيا هم د پيسو څرک نه ليدل کېږي.»

د نقیب الله په نوم یو کلال وایي، سږکال یې د کاروبار مزه نشته کار ډیر کوي خو د پیسو درک یې نه وي معلوم. انځور: اطلاعات روز

کلالان وايي، پر کندهار سربېره دغه خاورين لوښي شاوخوا نورو ولايتونو ته هم لېږدوي او هلته يې په خرڅلاو رسوي.

صديق الله چې دغه کسب یې له پلار او نيکه څخه ور پاتې دی اطلاعات روز ته وويل، د جنوب غرب حوزې ټولو ولايتونه ته له کندهاره دا خاورين لوښي وړل کېږي ځکه په وينا يې چې هلته اوس دا هنر له پښو لوېدلی دی.

هغه زياتوي، نور کلونه به د جګړو له امله پر لاره د دوی خاورين توکي ماتېدل او له ډېرو خطرونو سره به مخامخ وو خو سږکال هغه ستونزه هواره شوې او نوي مشکلات پيدا شوي.

د ده په خبره، سږکال ډېر خوشبين و چې ډېر خاورين لوښي به جوړ او خرڅ کړي خو دا هر څه ګډوډ شول ځکه په خبره يې چې د خلکو اقتصاد د پخوا په څېر نه دی.

هغه زیاته کړه، ټول خاورین لوښي په بټيو کې د اور په واسطه پخېږي ترڅو د ځان له پاره يو ډول کلک والی اختيار کړي خو زیاتوي چې اوس د وچو بوټو په نرخونو کې د پام وړ زياتوالی راغلی.

نوموړي وویل: «سږکال جنګونه نشته، خو د اقتصادي ستونزو له امله ډېر خلک د دوو پر ځای يو منګی رانيسي، پخوا که جنګونه وو او لارې خرابې وې خو زموږ کاروبار ډېر ښه و، اوس پنځوس سلنه لوېدلی، مسوولين بايد همکاري وکړي او بازار ورته پیدا کړي.»

کلالان د طالبانو د سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی خاورین لوښو ته بازار پیدا کړي. انځور: اطلاعات روز

کندهار کې ډېر شمېر خلک ځکه د منګيانو له اوبو څخه ګټه اخلي چې د دوی په خبره دا په طبيعي ډول اوبه پلټر کوي او دناروغیو مخنیوی کوي.

بريالی چې د منګيانو په رانیولو پسې راغلی اطلاعات روز ته وويل، منګيان ځکه رانيسي چې په طبيعي ډول اوبه پټلر او يخوي.

دی وايي، کومې اوبه چې منګيانو کې يخې شي بېل خوند لري او ډېرې څکل کېږي.

نوموړی زیاتوي ، دا يو لرغونی هنر دی او د ژوندي ساتلو له پاره يې بايد هر څوک خپل کور ته يو يا دوه دانې يوسي.

د بريالي له قوله: «په نورو ولايتونو کې خو دا هنر له منځه تللی اوس يې خلک راځي او په کندهار کې سوداوې کوي، يخ خو اوس عام شوی مګر د منګيانو اوبو څکل په دې معنا دي چې موږ لرغونی تاريخ لرو او موږ اوس هم د هغه پلوي کوو چې اوبه یې جلا خوند لري.»

عام خلک هم د خاورین لوښو ستاینه کوي وایي، چې خاورین منګیان اوبه یخې او طبیعي ساتي. انځور: اطلاعات روز

د يادونې وړ ده چې د کلالۍ هنر پنځه زره کلن لرغونتوب لري او له پخوا څخه ډېر کسان د همدې هنر د ژوندي ساتلو له پاره هڅې کوي.

تاريخ پوهان وايي، په پخوا وختونو کې به لوی لوی خومان جوړېدل چې له همدې طريقه به د کلاو خلکو اوبه ترلاسه کولې او کلاوې به پرې ودانېدلې.\

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په کندهار او نورو ولايتونو کې د کلالۍ دغه هنر له پامه غورځول شوی او ډېر شمېر کلالانو نورو دندو ته مخه کړې ده.