هلمند کې یو خُسر خپل زوم وژلی

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې يو کس خپل زوم وژلی دی.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست مرستيال محمدقاسم رياض دغه خبر تاییدوي او وایي، چې د يادې پيښې په اړه یې پلټنې پېل کړي دي.

ورته مهال هلمند کې يوې ځایي سرچيني اطلاعات روز ته وويل چې دغه پيښه تېره شپه (چهارشنبه، ۱۹ د زمري) د دې ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينه زیاتوي، چې وژل شوی کس اصلي د کندهار ولايت اوسيدونکی دی چې د خپلې ميرمنې سره یې د خسر په کور کې ژوند کوه.

د سرچينې په خبره چې د يادې پيښې وروسته قاتل له خپل کور څخه په تیښته بریالی شوی دی.

په دې ورستيو کې د هېواد په بیلابیلو ولايتونو کې پټې او ښکاره وژنې زياتې شوي چې لامل یې کورنۍ شخړې اوخراب اقتصادي حالت ښودل شوی دی.