داعش په کابل کې د طالبانو د یوه غړي په مدرسه کې د چاودنې مسوولیت منلی دی

اطلاعات روز: کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ وايي، د دوی د یوه غړي شیخ رحیم الله حقاني په مدرسه کې د یوې چاودنې له امله نوموړی له خپل ورور سره یو ځای وژل شوی دی.

ورته مهال بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې داعش ډلې د دې چاودنې مسوولیت منلی دی.

ویل کېږي چې دا چاودنه نن (پنج شنبه، ۲۰ د زمري) د شیخ رحیم الله په مدرسه کې چې د کابل ښار په شش درک سیمه کې موقعیت لري شوې ده.

په کابل کې د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ وايي، په دې چاودنه کې درې تنه د مدرسې طالبان هم ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه چاودنه يو «وحشيانه» عمل بللی او ویلي یې دي چې طالبان به دغه بريد بې ځوابه پرې نږدي.

رویټرز خبري اژانس د څلورو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې په دې برید کې بریدګر هغه کس و چې مخکې یې خپله پښه له لاسه ورکړې وه او چاودېدونکي توکي یې په مصنوعي پښه کې ځای پر ځای کړي وو.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي، دا ډله په دې اړه څېړنه کوي، چې بریدګر څوک و او چا د شیخ رحیم الله مدرسې ته راوستی و.

په ورته وخت کې العربیه فارسی هم خبر ورکړی، چې داعش ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

تر دې وړاندې هم داعش ډلې د طالبانو د یو شمیر غړو د وژلو پړه پر غاړه منلې وه.