طالبانو پکتيا او خوست کې دوه  تنه د څه باندې درې سوه زره افغانيو د غلا په تور نيولي

اطلاعات روز: پکتیا او خوست کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې یې دوه تنه په دوو جلا پیښو کې د غلا په تور نیولي دي.

د پکتيا ولايت لپاره د طالبانو له امنيې قومندانۍ څخه نن (پنج شنبه،۲۰ د زمري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولايت د مرکز ګردېز اړوند پنځمې حوزې سيمه کې يې يو کس له يو صراف څخه د ۶۰۰ امريکايي ډالرو د غلا په تور نيولی دی.

په خبرپانه کې راغلي چې له نيول شوي کس سره د هغه دوه نور ملګري هم و، خو د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي.

د خبرپاڼې په حواله چې نيول شوي کس په لومړنيو څېړنو کې په خپل جرم اعتراف هم کړی دی. 

د يو بل خبر له مخې نن سهار په خوست ولايت کې هم يو کس د طالبانو له لوري د ۲۵۰ زره افغانيو د غلا پر مهال لاس په لاس نیول شوی دی.

د خوست ولايت لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ مسوولین وايي، ياد کس يې د کشفي راپورونو پر بنسټ د خوست ښار اړوند په دویمې حوزې سيمه کې نيولی او ښکېل کس اعتراف هم کړی دی.

په سويل ختيځ زون کې د غلاو او نورو جنايي جرمونو په ډېرېدو خلک سخت اندیښمن دي او غوښتنه کوي چې طالبان دې د دا ډول کړنو مخه ونيسي.