انځور: ټولنیزې رسنۍ

کونړ کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې د پاکستاني طالبانو یو مهم قومندان وژل شوی

اطلاعات روز:  کونړ کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د پاکستان بې پیلوټه الوتکې هوایي برید کې د ټي ټي پي یو مهم قومندان له خپلې کورنۍ سره یوځای وژل شوی دی.

د کونړ د وټه پور ولسوالۍ یو قومي مشر د نوم نه خپرولو په شرط نن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تیر ماښام (جمعه، ۲۱ د زمري)  د یادې ولسوالۍ اړوند په«دوزو» کلي کې د پاکستان بې پیلوټه الوتکې هوایي برید کړی، چې پرمهال یې د تحریک طالبان پاکستان یو مهم قوماندان له خپلې کورنۍ سره یو ځای وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې د وژل شوي پاکستاني طالب قوماندان هويت تر اوسه نه دى په ډاګه شوى.

کونړ کې طالب چارواکو او ها خوا پاکستاني طالبانو تراوسه په دې اړه رسینو ته څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې هم پاکستانۍ الوتکو په خوست، پکتیکا او ځینو نورو سیمو کې هوایي بریدونه ترسره کړي وو. د ټولنیزو شبکو افغان کارونکو هم د یاد برید په اړه توند غبرګون ښودلی او د پیغور په ډول یې د طالبانو له اوسني حکومت غوښتي، چې په هیواد کې دې د پاکستاني ځواکونو د هوایي بمباریو مخنیوی وکړي.