لوګر کې د یوې ناچاوده سرګلولې چاودنې له امله څلور ماشومان ټپيان شوي

اطلاعات روز: لوګر کې د طالبانو ولايتي مسوولين خبر ورکوي، چې د دغه ولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د یوې زړې سرګلولې د چاودنې له امله څلور ماشومان ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت لپاره د طالبانو د والي وياند عمر منصور په یوې خبرپانه کې ويلي، چې یاده پیښه تېره ورځ (جمعه، ۲۱ د زمري) د برکي برک ولسوالۍ په «نواباد» سيمه کې رامنځته شوې ده.

نموړي زیاته کړې، چې په ياده پېښه کې د يوه ماشوم روغتيايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

افغانستان کې د تېرو جګړو پاتې شونو له امله هره مياشت د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې لسګونه کسان او څاروي ټپيان او يا هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.