انځور: ټولنیزې رسنۍ د پچیراګام مرکزي روغتون

د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ خلک له روغتیایي ستونزو سر ټکوي

اطلاعات روز: د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکي شکایت کوي، چې د ژوند له نورو اسانتیاوو نشتون سربیره په روغتیایي برخه کې له ستونزو کړیږي.

د یادې ولسوالۍ اوسیدونکي پر روغتیايي چارواکو نیوکه کوي، چې له کلونو راهیسې ورسره په روغتیايي او نورو برخو کې ژمنې کیږي خو تر اوسه یې یوه هم نه  ده عملي شوې.

د یادې ولسوالۍ یو اوسیدونکي شفیع الله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له حکومت په دې ولسوالۍ کې د روغتیايي اسانتیاوو د برابریدو غوښتنه وکړه.

شفیع الله زیاته کړه: « په دې ولسوالۍ کې مونږ له زیاتو ستونزو سره مخ یو، په خاص ډول روغتیایي مرکزونو کې درمل کم وي او هم مسلکي او تکړه ډاکتران هم نشته ډیر وخت مونږ خپل ناروغان د ننګرهار حوزوي روغتون ته د درملنې لپاره انتقالوو؛ له حکومت غوښتنه کوو چې زمونږ ستونزو ته دې رسیده ګي وکړي.»

د یادې ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي بیا د تیر حکومت په وروستیو کې د پچیراګام ولسوالۍ په ځینو برخو کې د ځینو روغتیایي مرکزونو د زیانمیدو خبره هم کوي.

نورالله د پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکی دی هغه وایي، د تیر حکومت په وروستیو کې د دې ولسوالۍ په زیاتو سیمو کې طالبانو له روغتیایي مرکزونو او ښوونځيو د سنګر په توګه استفاده کوله؛ چې له امله یې یاد روغتیايي مرکزونه په بمونو ویجاړ شوي او ځينې تخریب شوي چې لا تراوسه یې چا د جوړیدو په برخه کې اقدام نه دی کړی.

اخوا د پچیراګام ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي احسان الله وایي، تراوسه ورسره ځایي خلکو د روغتیا په برخه کې ستونزې نه دي شریکې کړي خو دوی هڅه کوي یادو ستونزو ته د حل لار ومومي.

احسان الله زیاته کړه:«تراوسه پورې مونږ ته څوک نه دي راغلي چې ګنې دوی دې په روغتیایي برخه کې ستونزه ولري او که چیرې خلک له مونږ سره خپلې ستونزې شریکې کړي مونږ به یې له مسوولینو سره شریکې کړو او په مشترک ډول به ورته دحل لاره پیدا کړو.»

په همدې حال کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د عامې روغتیا رییس امیرمحمد افتاب هم په یاده ولسوالۍ کې ځینې روغتیایي ستونزې مني، خو خلکو ته د روغتیايي اسانتیاوو په برخه کې ډاډ ورکوي.

 د پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکي داسې مهال د روغتیایي ستونزو په برخه کې شکایت کوي، چې له دې وړاندې د ننګرهار د یو شمیر نورو ولسوالیو اوسیدنکو هم ورته شکایتونه کړي او مسوولینو یې دحل ډاډ ورکړی دی.