ولایتونو کې د لوږې کچه؛ د افغانستان په شمالي او مرکزي سیمو کې سخت حالت

اطلاعات روز: د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانکړې څارونکې اداره یا سیګار وايي، چې د افغانستان شمالي، مرکزي، شمال ختیځ او سویل لویدیځ ولایتونه له سختې لوږې سره مخ دي.

د سیګار په وینا، د افغانستان ټول ولایتونه د کړکیچ په دریم پړاو کې د خوراکي توکو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

د دغو ولايتونو له جملې څخه په شمال کې سمنګان، بلخ، جوزجان، فارياب او بغلان په مرکز کې غور او دايکندي، په سوېل لوېديځ کې نيمروز، په شمال ختيځ کې بدخشان او نورستان د لوږې د کچې په څلورم پړاو کې د سور او بیړني حالت سره مخ دي.

په دې مرحله کې، خوارځواکۍ په «ډیر جدي خطر او له حده زیاته مړینه» کې منعکس کیږي.

د سیګار راپور چې د جولای میاشتې په پای کې خپور شوی، ویل شوي چې د جون میاشتې زلزلې په سویل ختیځو ولایتونو پکتیکا او خوست کې هم سلګونه زره کسان اغیزمن کړي دي.

سیګار ویلي چې په پسرلي کې په دودیز ډول په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت ډاډ ترلاسه کیده؛ خو دا هېواد له تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی.

دغه سازمان وايي، که څه هم د بشري مرستو د پراخوالي سره سره، چې د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ نیمايي کې د افغانستان ۳۸ سلنه نفوس ته رسېدلي،خو نږدې ۲۰ میلیونه وګړي، چې د هېواد نیمايي نفوس جوړوي، لا هم د خوړو نه خوندیتوب او د سختې لوږې جدي خطر سره مخ دي.