هلمند کې د ترافیکي پیښو او خپل منځي شخړو له امله ۳۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ولايتي چارواکي خبر ورکوي، چې په دې ولایت کې د تېرې یوې اونۍ راهیسې د بېلابېلو ترافیکي پیښو او خپل منځي شخړو له امله ۳۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رياست په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تيره يوه اونۍ کې د هلمند په بیلابیلو سيمو کې ۱۲ ترافيکي پيښې رامنځته شوي چې پرمهال يې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان دي.

خبرپاڼې ليکلي چې دغه پيښې د تيرې يوې اوونۍ پرمهال په واشېر، ناوې، سنګين، کجکي، نادعلي، مارجې، هلمند ـ هرات او هلمند ـ کندهار پر لویه لار او ولسوالیو کي رامنځته شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه راغلي چې په تېره یوه اونۍ کې په خپل منځې شخړو کې هم یو کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي.

د طالبانو خبرپاڼه وايي چې دغه خپل منځي شخړې د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه، نوزاد، مارجه، ګرمسېر، خانشین، کجکي او سنګين ولسواليو کي رامنځته شوي دي.

طالب مسوولينو زیاته کړې، چې په یادو ترافيکي پیښو او خپل منځې شخړو کې يو شمير ښکيل کسان هم د دوی لخوا نيول شوي دي.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په هېواد کې د خپل منځې شخړو او ترافيکي پيښو له امله عامو خلکو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې چې خلک یې د طلبانو له حکومت څخه د مخنیوي غوښتنه کوي.