اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو د پوهنې رياست مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولايت ښوونځيو او ديني مدرسو ته په زرګونه جلده نوي چاپ شوي کتابونه رسیدلي دي.
ارزګان کې د طالبانو دپوهنې ريیس مولوي حقنما وايي، له تيرو څو ورځو راهیسې د دغه ولايت د ښوونځيو لپاره نږدې ۲ لکه ۶۴ زره د ښوونځيو، ۶ زره ۵۵۰ د ديني مدرسو او ۲۲ زره ۷۰۰ جلده کتابونه چې د طالبانو لخوا په نوي عنوان چاپ شوي رسيدلي دي.
هغه وايي د يادو کتابونو په ترلاسه کولو سره به په ښوونځيو او ديني مدرسو کې د زده کوونکو شته ستونزې حل شي.
طالبان داسې مهال ښوونځيو ته د نوي چاپ شویو کتابونو د رسيدو خبر ورکوي چې له تېرو څو کلونو راهیسې زده کوونکو شکايت کوه چې په ښوونځيو کې د درسي کتابونو او نورو تدريسي توکو له کمښت سره مخ دي.
په همدې حال کې ارزګان کې د ښوونځيو يو شمير زده کوونکي د دوی ښوونځيو ته د رسيدلو کتابونو څخه هرکلی کوي او زياتوي چې د زده کړو برخه کې به یې شته ستونزې حل شي.
سيدمحمد چې کلونه کيږي دارزګان ولايت د نچين په سيمه کې په يوه دولتي ښوونځي کې د ښوونکي دنده ترسره کوي زياتوي چې له تيرو ۵ کلونو راهیسې یې زده کوونکي د کتابونو له کمي سره مخ وو.
هغه وايي، ډیری وخت د کتابونو نه شتون له امله اړ شوی چې څو ټولګيو ته پر يوه ځاي درس ورکړي.
هغه د طالبانو د پوهنې رياست څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې ارزګان ته نوي رارسيدلي کتابونه دښوونځيو پر زده کوونکو وویشي.
واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په ټول هېواد کې زده کړي له خنډ او ځنډ سره مخ دي او په يو شمير ولايتونو کې طالبانو ښوونځي په مدرسو بدل کړي دي.