کندهار کې یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

اطلاعات روز: د کندهار ښار په لسمه ناحیه کې د غلام حیدر په نوم د یوه ښوونځي د رغیدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

کندهار کې د طالبانو د اقتصاد ریاست ویاند کمال شاه سادات وایي، دغه ښوونځی د UNHCR له خوا د کندهار ښار په لسمه ناحیه کې د WAW موسېسې په مالي ملاتړ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نموړی زیاتوي، د غلام حیدر په نوم جوړ شوی ښوونځی په دوه جريبه دولتي ځمکه کې ودان شوی، چې دولس درسي خونې، څلور اداري خونې، یو د لوبو ميدان او تشنابونه لري.

 هغه وایي، په دې ښوونځي کې به د دولسم ټولګې پورې یوازې هلکان زده کړې کوي.

د کمال شاه سادات په خبره، د ياد ښوونځي رغنیزې چارې شاوخوا اووه مياشتې وړاندې پيل شوې وې او اوس پای ته ورسېدې.

هغه زیاته کړه، کندهار کې د طالبانو د اقتصاد ریيس له نړيوالو همکارو موسېساتو څخه غوښتنه وکړه ترڅو د دې ولايت په لېري پرتو ولسواليو کې هم د ماشومانو له پاره د زده کړو زمينه برابره کړي او ښوونځي ورته جوړ کړي.

دا په داسې حال ده چې واک ته د طالبانو رسېدو يو کال پوره شو خو لا هم د دوی سرپرست حکومت په دې نه دی توانېدلی څو د نجونو پر مخ ښوونځي پرانيزي.

کندهار ميشتي نجوني له طالبانو غواړي ترڅو ورته د زده کړو زمينه برابره کړي او د هلکانو په شان مساوي حقوق ورکړي.

د دې ترڅنګ هغوی له ملګرو ملتونو، امريکا او نورو اروپايي هېوادونو غواړي ترڅو د افغان ميرمنو او نجونو غږ واوري او د طالبانو پر سرپرست حکومت فشار راوړي چې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.