ننګرهار کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي

اطلاعات روز: تیره شپه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو له امله د ۱۰ تنو د مړه کیدو او شپږ تنو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی دی.

د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر امیرمحمد افتاب نن (دوشنبه، ۲۴د زمري ) رسنیو ته په استول شوې ویډيویي کلیپ کې ویلي، چې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته د سره رود ولسوالۍ له «شیخ مصري» سیمې څخه ۴جسده او یو ټپي راوړل شوي دي.

نوموړی وایي، پېښه د کوټې چت پریوتو له امله رامنځته شوې چې له امله یې د یوې کورنۍ دوه نجونې او دوه هلکان وژل شوي او یو تن ټپي دی.

اخوا د ننګرهار د کانال ریاست خبر ورکوي چې د تیرې شپې ورښتونو او سیلابونو له امله په بیز اکمالاتي سیمه کې د کانال لویه ویاله اوبو وړې، چې په پایله کې یې څلور کسان مړه شوي او پنځه نور پنځه نور ټپیان دي.

دی زیاتوي چې په یاده سیمه کې د استوګنې شاوخوا ۶۰۰ کورونه هم تخریب شوي دي.

له چپرهار،کامې، شینوارو،کوټ، بټي کوټ، خوږیاڼو،حصارک، شیرزادو او یو شمیر نورو ولسوالیو هم د سیلابونو خبر ورکړل شوی خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

ننګرهار کې طالب چارواکو هم سیلاب ځپلو کورنیو ته د مرستې ډاډ ورکړی دی.

بل لور ته د احمدګل په نامه د بهسودو ولسوالۍ یو اوسیدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې نن سهار یې کلیوالو د ثمرخیلو پاټک سره د سیلاب په اوبو کې د یو هلک او یوې میرمنې جسدونه موندلي دي.

نیږدې درې اوونۍ وړاندې هم د ننګرهار په مختلفو سیمو کې بارانو او سیلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني تلفات اړولي وو.